کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه

17 میزان 1403 ساعت 14:19

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر (UN-Habitat) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د ښاري نفوس د حل لپاره ۷.۳۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر (UN-Habitat) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه لیک نن په کابل کې د جاپان سفارت او د دغه دفتر ترمنځ لاسلیک شو.
 
تمه کیږي چې دغه مرستې به په راتلونکو دریو کلونو کې په کابل او هرات کې سل زره کسانو ته ګټه ورسوي.
 
د بشردوستانه مرستو په کمیدو سره، بیکاري او فقر د افغانستان د خلکو لپاره یوه لویه او جدي ننګونه ده.


د مطلب کود: 298221

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298221/جاپان-له-افغانستان-سره-څه-باندې-۷-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net