کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د سولې او دوستۍ په سیالیو کې د هېواد غیږ نیوونکو لومړی مقام خپل کړ

16 میزان 1403 ساعت 15:09

د افغانستان د سامبو کورش فدراسیون چارواکي وايي، د هېواد د غیږ نیونې ملي لوبډلې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د «سولې او دوستۍ» کپ سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه او یو د برونزو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.


آوا: د افغانستان د سامبو کوریش فدراسیون چارواکي وايي، دغه سیالۍ د ایران په کوربه توب د دغه هیواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د هېواد د غیږ نیوونکو لوبغاړو وتوانید چې لومړی مقام خپل کړي.

د افغانستان د غیږ نیونې ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې څلور د سرو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی.

د ایران او پاکستان هیوادونه په دې سیالیو کې دوهم او دریم مقام خپل کړی.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د المپیک د ملي کمیټې چارواکو تل په هیواد کې د ورزشکارانو او مارشل آرټ ملاتړ اعلان کړی دی.


د مطلب کود: 298150

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298150/د-ایران-سولې-او-دوستۍ-په-سیالیو-کې-هېواد-غیږ-نیوونکو-لومړی-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.net