کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت مرستیال: اسلامي هېوادونه باید د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي

16 میزان 1403 ساعت 15:08

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت مرستیال د اسلامي همکاریو د سازمان د خوړو د خوندیتوب د همغږۍ او بشري همکاریو له مشر سره په کتنه کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي عثماني د اسلامي همکاریو د سازمان بشردوستانه همکاري  خوراکي مصؤنیت د همغږۍ له رئیس امری یاکسک سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي عثماني د افغانستان په پرمختګ کې د اسلامي هېوادونو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې ښاغلي یوکس له افغانستان سره د دغه سازمان د همکاریو ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د سرې میاشتې رئیس شهاب الدین دلاور د ژمي په رارسیدو سره له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه د قزاقستان د اسلامي همکاریو سازمان د خوراکي مصؤنیت له استازي سره وکتل.


د مطلب کود: 298149

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298149/د-کرنې-وزارت-مرستیال-اسلامي-هېوادونه-باید-افغانستان-په-بیارغونه-کې-ونډه-واخلي

آوا
  https://www.avapress.net