کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حماس د الاقصی طوفان عملیاتو په لومړۍ کلیزه کې؛

د فلسطینیانو د مشروع حق د مقاومت په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونه شی/ امریکا په غزه کې د نسل وژنې د دوام مسووله ده

16 میزان 1403 ساعت 12:46

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د اکتوبر د اوومې نیټې د «الاقصی طوفان» د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوه بیانیه کښې دغه عملیات د صهیونیسټ رژیم د پلانونو په وړاندې د مبارزې یوه تاریخي شیبه او ځواب وباله، او ټولې نړۍ ته یې ډاډ ورکړ چې د فلسطین ملت به د اشغال په وړاندې مقاومت وکړي. حماس د امریکا حکومت په غزه او فلسطین کې د جنایتونو او نسل وژنې په دوام تورن کړی دی.


آوا: د حماس غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: د اکتوبر اوومه د مبارزې یوه تاریخي شیبه او د صهیونیسټانو د پلانونو په وړاندې طبیعي غبرګون و. د اکټوبر له اوومې نیټې راهیسې او د یو کال په اوږدو کې نازي دښمن تر ټولو ستر جنایتونه او قتلونه ترسره کړي او زموږ د خلکو په وړاندې یې د نسل وژنې جګړه پیل کړې ده.
حماس زیاته کړه: د غزې په تړانګه کښې زمونږ د ستر ملت استقامت او مقاومت او له مقاومت څخه د هغوی ملاتړ هغه ډبره ده چې د نیواکګرو ټول پلانونه یې شنډ کړل.
په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی: هغه بزدلانه ترهګر جنایتونه چې نیواکګرو د مقاومت د مشرانو په وړاندې ترسره کړی دی به مونږ نور هم پیاوړی او باثباته کړی.
حماس ټینګار وکړ: د حماس غورځنګ د تیري د مخنیوي او د خلکو د کړاوونو د ختمولو لپاره ډیرې هڅې کړي او کوي. موږ ټولو وړاندیز شویو نوښتونو ته مثبت ځواب ورکړی او د تل پاتې تیري او بشپړ وتلو ته مو ژمن یو.
د دې بیانیې په دوام کښې راغلي دي: عربي او اسلامي هیوادونو ته د صهیونیسټي دښمن د تیریو د حلقې پراخیدل ثابتوي چې د سیمې امنیت او ثبات ته یو اصلي ګواښ دی. موږ په لویدیځه غاړه، قدس، اشغال شویو سیمو او د بې ځایه شویو په کمپونو کې پر خپلو خلکو غږ کوو چې هر ډول مقاومت ته شدت ورکړي.
حماس ادامه ورکړه: مونږ ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د اشغال په وړاندې د مقاومت لپاره به د خپل ملت په مشروع حق باندې هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړو. 
حماس همداشان ټینګار وکړ: د امت له ځواکونو او ازادو خلکو څخه غواړو چې د قدس او مسجدالاقصی د دفاع د ویاړ د ترلاسه کولو لپاره د طوفان الاقصی په جنګ کښې ګډون وکړی.
په همدې حال کې له فلسطین څخه بهر د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر خالد مشعل په یوه ویډیوی پیغام کښې وویل د الاقصی طوفان عملیاتو له صهیونیسټ رژیم سره د مبارزې نوی پړاو په نښه کړ .
د هغه په ​​وینا، د الاقصی طوفان عملیات د صهیونیسټ رژیم په تاریخ کښې یو تور داغ دی او په نږدې راتلونکی کښې د دغه رژیم د زوال نښه ده. د صهیونیسټ رژیم ماتې او ناکامه ده او د مقاومت کنډکونو د صهیونیسټ رژیم له ټولو جنایتونو سره سره ستره بریا ترلاسه کړه .
مشعل تاکید وکړ: د الاقصی طوفان عملیاتو اسلامی امت متحد کړ او د فلسطین د خاورې د آزادولو بهیر یې ګړندی کړ او د اسرائیلو رژیم یې له صفر سره مخامخ کړ. 
د الاقصی طوفان د عملیاتو نن یو کال پوره کیږی او په غزې تړانګې کښې د فلسطین مقاومت په تیر کال کښې صهیونیسټ رژیم ته سخت ګوزارونه ورکړی دی.
صهیونیسټ رژیم چې د جګړې له پیل څخه مخکې فکر کاوه چې ډیر ژر به په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ په مشرۍ د فلسطین مقاومت له منځه یوسي، له یو کال وروسته هم خپلو هیڅ هدفونو ته نه دی رسیدلې.


د مطلب کود: 298131

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298131/د-فلسطینیانو-مشروع-حق-مقاومت-په-اړه-هیڅ-ډول-جوړجاړی-ونه-شی-امریکا-غزه-کې-نسل-وژنې-دوام-مسووله-ده

آوا
  https://www.avapress.net