کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غیر قانوني اعلان کړ

15 میزان 1403 ساعت 20:31

د پاکستان وفاقي حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شوي سازمان په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.


آوا: د افغانستان فدرالي حکومت د یکشنبې په ورځ (میزان ۱۵) د پښتون ژغورنې غورځنګ د منع شوي سازمان په لست کې شامل کړ او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
 
وفاقي حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کې د سولې او امنیت پر ضد دي.
 
په بیان کې ویل شوي، "وفاقي حکومت په دې باور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځینو فعالیتونو کې لاس لري چې د هیواد د سولې او امنیت خلاف دي."
 
د پاکستان وفاقي حکومت د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوع الخروج سازمان په نوملړ کې د فعالیت د بندولو پرېکړه کړې ده.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو یوه مخکښه ډله ده چې په ځلونو یې د پاکستاني پوځ له خوا د تبعیض او غیر قانوني چلند پر ضد احتجاجونه کړي دي.
 
دغه غورځنګ د پاکستان پوځ د بشري حقونو په سرغړونو لکه په قبایلي سیمو کې د پښتنو په "غیر قانوني وژنو" او "جبري ورکولو" کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
 
په همدې حال کې د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې د عمران خان د پلویانو په یوه لاریون کې یې د ۱۲۰ افغانانو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر کسان نیولي دي.


د مطلب کود: 298098

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298098/د-پاکستان-حکومت-پښتون-ژغورنې-غورځنګ-غیر-قانوني-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.net