کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فلسطین په جنوب کښې په ډزو کښې دوه کسان وژل شوی او دیارلس نور ژوبل شوی دی

15 میزان 1403 ساعت 20:27

د اسرائیلو ټلویزیوني چینل 12 راپور ورکړی چې د اشغال شوي فلسطین په جنوبي ښار بیرشبا کې د ډزو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او 13 نور ټپیان شوي دي.


آوا: د صهیونیسټی رژیم د «ستا داود» موسسې خبر ورکړی، چې د بیرشبه د شهادت په عملیاتو کې ۱۳ تنه ټپیان او دوه تنه وژل شوی دی.
 
یو شمیر رسنیو ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۲۰ تنه مړه او ټپیان شوي چې ۶ تنه یې لږ ټپیان شوي دي.
 
په همدې حال کې د اسرایلو ۱۲ تلویزون خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په جنوبي ښار بیرشبه کې د ډزو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
 
برید کوونکی احمد کایره په چاقو او ډزو سره دغه عملیات ترسره کړل.
 
د بیرصبا عملیاتو عامل د اشغالګر پوځ یوه ښځینه سرتېری په چړو وهلی او د هغې وسلې یې په خپل واک کې اخیستې.


د مطلب کود: 298096

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298096/د-فلسطین-په-جنوب-کښې-ډزو-دوه-کسان-وژل-شوی-او-دیارلس-نور-ژوبل-دی

آوا
  https://www.avapress.net