د پلازمېنې په لسمه ناحیه کې د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ نمبر سړکونو د جوړولو چارې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو.
د کابل د وزیر اکبر خان د دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې
15 میزان 1403 ساعت 16:57
د پلازمېنې په لسمه ناحیه کې د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ نمبر سړکونو د جوړولو چارې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو.
آوا: د کابل ښاروالۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سړکونه د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه تخریب شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سړکونو کې د احاطو او پلچکونو جوړول شامل دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به په کانکریټي بڼه جوړ شي.
د يو بل خبر له مخې، د شېرپور سړک د جوړېدو او پراختيا پر وړاندې د خنډونو د پاکولو او لرې کولو کار هم پيل شوى دى.
د کابل ښاروالۍ د مخکیني خبرتیا له مخې د دغه سړک د ښاریانو له خوا د شیرپور سړک د جوړولو او پراختیا لپاره د خنډونو (د استملاک لاندې ملکیتونو) د پاکولو او لرې کولو کار پیل شوی دی.
د کابل ښار د سړکونو د شبکې د ښه والي د پلان له مخې، د ياد شوي سړک د جوړولو چارې به د ٦٤٦ مترو په اوږدوالي او شل متره سور سره د شېرپور سړک له دويمې برخې څخه تر شهيد شېرنو څلورلارې پورې پيل شي.
د مطلب کود: 298084