کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب الله: د مقاومت د مشرانو د برخلیک په اړه د رسنیو اوازې بې اساسه دي

15 میزان 1403 ساعت 12:35

د لبنان حزب الله د شنبې په شپه (۱۴میزان) په یوه بیانیه کښې د لبنان د اسلامی مقاومت د ځینو مشرانو د برخلیک په هکله اوازې رد کړې او ټینګار یې وکړ: دا ډول اواری د دښمن په خلاف د روحی جنګ په هدف ترسره کیږی.


آوا: د لبنان د مقاومتی ځواکونو د جنګی رسنیو په حواله، یو شمیر رسنیو د بیروت په جنوبی ښارګوټی باندی د اسرائیلو له وحشیانه حملې وروسته د حزب الله د لوړ رتبه چارواکو د برخلیک په هکله خبرونه خپاره کړی دی د حزب الله سره تړلو سرچینو ته.

بیان زیاتوي: د دغه ډول خبرونو وروستۍ بېلګه د AFP ادعا شوي راپورونه دي چې خپل خبرونه د حزب الله اړوند لوړ پوړو سرچینو ته منسوبوي.

حزب اسلامي وویل: موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې په حزب کې هیڅ سرچینه نه لرو او زموږ دریځ به د حزب الله د رسنیو د اړیکو له لارې په یوه رسمي اعلامیه کې خپور شي.

په دغه بیانیه کښې راغلی دی: ځینو رسنیو په تېره بیا یو شمېر بنسټونو د حزب الله د یو شمېر لوړ رتبه چارواکو د تنظیمی دریځ په اړه غلط خبرونه او بې بنیاده افواهات خپاره کړی چې هدف یې د مقاومت په خلاف د جنګ پیلول او د خلقو خدمت دی. 


د مطلب کود: 298058

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298058/حزب-الله-د-مقاومت-مشرانو-برخلیک-په-اړه-رسنیو-اوازې-بې-اساسه-دي

آوا
  https://www.avapress.net