کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۵۰ ژوبل شول

15 میزان 1403 ساعت 10:39

فلسطیني رسنیو د غزې په شمال کښې په مختلفو سیمو د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو د سختو حملو خبر ورکړی چې له امله یې په لسګونو تنه شهیدان او ژوبل شوي دي.


آوا: د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو د بیروت ښار د دردناک جنایت په څنګ کښې هم د غزې په شمال کښې په مختلفو سیمو په هوايي او توپچي بریدونو سره په نښه کړي دي.
الجزیرې اعلان کړی، چې دغه بریدونه تېره شپه پیل شوي او اوس هم دوام لري. تر اوسه د غزې په شمال کې تر ۵۰ زیات بریدونه ثبت شوي دي.
په دغو بریدونو کې ۳۰ تنه شهیدان شوي او ۱۵۰ تنه ټپیان شوي دي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. زیاتره شهیدان د غزې د ښار په مرکز کې د «الشافعی» ښوونځی د بمبارۍ سره تړاو لری؛ یو ښوونځی چې د ملکي خلکو د پناه اخیستو په ځای بدل شوی و.
له دغو سختو بریدونو وروسته د غزې د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې د ویجاړیو او بمباریو د زیاتوالي له امله مرستندویه ځواکونه په بشپړه توګه د وضعیت د کابو کولو توان نه لري.
د غزې د ژغورنې سازمان ویلي، لا هم د لسګونو کسانو جسدونه د ودانیو تر کنډوالو لاندې پراته دي او د ژغورنې ځواکونه د ملبو د ایستلو او د شهیدانو او ټپیانو د را ایستلو لپاره اړین وسایل او تجهیزات نه لري.
د X ټولنیزې شبکې یو فلسطیني خبریال انس الشریف لیکلي: داسې ښکاري چې موږ د جګړې په لومړیو ورځو کې یو، اسرایلي پوځ د اور وژنې کمربند جوړ کړی او هوايي بمبارۍ په پراخه کچه زیاتې شوي دي. په همدې حال کې توپچي او چورلکې د غزې په شمال کې د ملېشو پر کورونو ډزې کوي.


د مطلب کود: 298048

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298048/د-غزې-په-شمال-کښې-صهیونیسټ-رژیم-حملو-۳۰-تنه-شهیدان-او-۱۵۰-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.net