کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۸۲۵ تنو ته ورسید

15 میزان 1403 ساعت 10:28

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۸۲۵ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت ویلي، صهیونیسټي رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه سیمه کې ۳ قتلونه کړي، چې په پایله کې یې ۲۳ تنه شهیدان او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه: د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ نیټې څخه (۱۵ میزان ۱۴۰۲) او په عین وخت کې د الاقصی طوفان عملیات پیل شوي، ۴۱۸۲۵ تنه شهیدان او ۹۶۹۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په خبره د قربانیانو شاوخوا ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 298041

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298041/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۱-زره-۸۲۵-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.net