کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې له نږدې دوه زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل شوې

14 میزان 1403 ساعت 15:46

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې پر نږدې دوه زره اړمنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له ۱۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي همکارۍ او د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همغږۍ وېشل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په همکارۍ سلګونه اړمنو کورنيو ته مرستې رسول کېږي.


د مطلب کود: 298019

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298019/په-فاریاب-ولایت-کې-له-نږدې-دوه-زره-اړمنو-کورنیو-سره-نغدي-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net