کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د څه دپاسه زر جريبه دولتي ځمکې له غاصبينو بېرته نيول

14 میزان 1403 ساعت 12:21

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.


آوا - کابل: د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ریاست پلاوي د امنیتي ځواکونو په همکارۍ په لښکرګاه کې څه باندې ۱۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه د هلمند مرکز او د دغه ولایت د باغران، نهرسراج، باباجي، ګرمسېر او مارجې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې له غاصبینو بېرته نیول شوې دي.

د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې : مسوولين زياتوي چې په يادو شويو ځمکو کې د غاصبينو ساختمانونه هم ويجاړ شوي او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې د زرګونه جريبه دولتي ځمکې د غصب مخه نيول شوې وه.


د مطلب کود: 297986

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297986/په-هلمند-کې-د-څه-دپاسه-زر-جريبه-دولتي-ځمکې-له-غاصبينو-بېرته-نيول

آوا
  https://www.avapress.net