کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیواکګر رژیم د بیروت په جنوبی سیمو باندی سخته بمباری وکړه/ د هاشم صفی الدین د وژلو هڅه

13 میزان 1403 ساعت 12:42

د غاصب صهيونېسټ رژيم جنګياليو د بيروت په جنوبي ښارګوټي کښې په بې ساري ډول بمباري وکړه.


آوا: د صهیونیسټی رژيم جنګیالیو نن سهار (۱۳ میزان) د بیروت هوایی ډګر ته څېرمه «الماریجه» سیمه باندی سخته بمباری وکړه.
لبناني سرچینو خبر ورکړی، چې چاودنې دومره زورورې وې، چې غږ یې د صیدا او طیر په ښارونو کې هم اورېدل شوی دی.
په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي چې د دحیه په ښار کې چاودنه له هغه بمي چاودنې څخه ډیره شدیده ده چې د سید حسن نصرالله د شهادت سبب شوه.
ځينو سرچينو دا هم ليکلي، چې اسراييلي پوځ په دې بمبارۍ کې هاوان بمونه کارولي دي.
حزب الله ته نږدې یوې سرچینې هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اشغالګر اسرائیلي پوځ په دحیه باندې ۱۱ ځله سختې بمبارۍ کړي دي.
په دې لړ کښې د اسرائیلو د رژیم 14 چینل هم ادعا وکړه چې د بیروت په ښار کښې د سختې بمبارۍ هدف د حزب الله د اجراییه شورا د مشر سید هاشم صفی الدین وژل وو.
يوې اسراييلي سرچينې هم اکسيوس وېبپاڼې ته ويلي، چې د داهيا د چاودنې هدف هاشم صفي الدين و.
دوو نورو اسراييلي سرچينو هم دې وېبپاڼې ته ويلي چې د عملياتو پايلې لا هم نه دي معلوم.


د مطلب کود: 297957

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297957/نیواکګر-رژیم-د-بیروت-په-جنوبی-سیمو-باندی-سخته-بمباری-وکړه-هاشم-صفی-الدین-وژلو-هڅه

آوا
  https://www.avapress.net