کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو

12 میزان 1403 ساعت 15:48

د باميان ولايت په مرکز کې د يو فولډر ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو تن وژل شوى دى.



د صدای افغان خبری آژانس(آوا) - بامیان: د چهارشنبې په ورځ (میزان ۱۱مه) د بامیان ولایت په مرکزي سیمه کې یو فولډر ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو چې له امله یې یو تن مړ شو.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې د باميانو د مرکز اړوند د قرغيو په سيمه کې رامنځته شوې ده

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او غیر قانوني سرعت بلل شوی دی.

داپه داسې حال کې ده چې په روان کال کې په دغه ولايت کې څو نورې ترافيکي پيښې هم رامنځته شوي دي او دغه کس په دغه ولايت کې د ترافيکي پيښو ٢٣م قرباني دى .


د مطلب کود: 297928

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297928/په-باميان-کې-يوه-ترافيکي-پيښه-يو-تن-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.net