کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت او یو شمېر بنسټونو ترمنځ د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴ تفاهم لیکونه لاسلیک شول

12 میزان 1403 ساعت 12:43

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت او یو شمېر بنسټونو ترمنځ د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۴ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.


آوا: د اماراتو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د میزان ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له بېلابېلو ادارو سره د څلورو قراردادونو د لاسلیکیدو خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د همکاریو دغه تفاهم لیکونه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او د روغتیا د بیارغاونې د بنسټونو، افغان ټولنې او د ناروې د پلاوي ترمنځ لاسلیک شول.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه ۴ قراردادونه نږدې ۹ میلیونه ډالره ارزښت لري او پر بنسټ یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ګڼو هېوادوالو سره نغدي او غیر نغدي مرستې کېږي.

تر دې مخکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له اړمنو سره د مرستو په موخه له یو شمېر بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي وو.


د مطلب کود: 297910

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297910/د-کډوالو-چارو-وزارت-او-یو-شمېر-بنسټونو-ترمنځ-۹-میلیونو-ډالرو-په-ارزښت-۴-تفاهم-لیکونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.net