کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

12 میزان 1403 ساعت 10:45

د پوهنې وزارت د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دوو ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې کړې.


آوا: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د ابو هریره او عبدالغیاس ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او د تاسیساتو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دې ودانۍ پر جوړولو اته میلیونه افغانۍ لګولي دي.
 
د دې ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شو.
 
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د پوهنې وزارت په همکارۍ په یو شمېر ولایتونو کې نوي ښوونځي جوړ کړي وو.


د مطلب کود: 297889

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297889/په-غزني-کې-د-اته-میلیونه-افغانیو-لګښت-دوو-ښوونځیو-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net