کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د شیدو د راټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو

12 میزان 1403 ساعت 10:43

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د خصوصي سکتور له خوا د سل زره ډالرو په پانګونې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د شیدو د راټولولو یو مرکز "ملکو" پرانستل شو.


آوا: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرکز هره ورځ له ۷۰۰ کروندګرو څخه لس زره کیلو ګرامه شیدې اخلي او له پروسس وروسته یې بازارونو ته پلوري.
 
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي اعظم عثمان د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت غواړي مالدارۍ ته وده ورکړي او افغانستان د لبنیاتو په برخه کې پر ځان بسیا کړي.
 
خو د دامان ولسوالۍ او شاوخوا سيمو مالداران د دغه مرکز په پرانيستل کېدو خوښ دي.
 
دوی وايي د شیدو لپاره د بازار شتون دوی هڅوي او په نهایت کې څاروي وده کوي.


د مطلب کود: 297888

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297888/په-کندهار-کې-د-شیدو-راټولولو-او-پروسس-مرکز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.net