حزب الله وايي، د لبنان په پوله کې یې له صهیونیسټي نیواکګرو ځواکونو سره چې نن سهار یې د نفوذ هڅه کوله، ځمکني ځواکونه یې ماتې او تېښتې ته اړ کړل.
له حزب الله سره له جګړې وروسته د لبنان له پولو د صهیونیسټي پوځیانو تېښته
11 میزان 1403 ساعت 10:36
حزب الله وايي، د لبنان په پوله کې یې له صهیونیسټي نیواکګرو ځواکونو سره چې نن سهار یې د نفوذ هڅه کوله، ځمکني ځواکونه یې ماتې او تېښتې ته اړ کړل.
آوا: د صهیونیسټی دښمن په خلاف د نن ورځې د عملیاتو په هکله په خپله لومړنۍ بیانیه کښې د لبنان اسلامی مقاومت په لبنان کښې د نیواکګرو ځواکونو د نفوذ د ختمولو اعلان وکړ.
د حزب الله په بیانیه کښې راغلي دي چې د اسلامي مقاومت مبارزین نن چهارشنبه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې په دوهمه نیټه د سهار په اوو بجو د غزې په تړانګه کښې د فلسطیني ملت له زړور او باعزته مقاومت څخه د ملاتړ او د لبنان او ملت د دفاع په خاطر له تکفیري ځواکونو سره مخامخ شول. دښمن چې د خيل المحفر له لوري يې د العديس ښار ته د ننوتلو هڅه کوله، مخامخ شول او د دښمن ځواکونو ته يې مخامخ زيانونه واړول او شاتګ ته يې اړ کړل.
حزب الله نن په خپله دوهمه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د اسلامی مقاومت جنګیالیو نن چهارشنبه سهار ۷:۱۵ دقیقې په الشمیره بیرکونو کښې د صهیونیسټ دښمن د عسکرو د راغونډیدو ځای په توغندیز برید سره په نښه کړ او دښمن ته یې مستقیمه مرګ ژوبله واړوله.
د مطلب کود: 297812