کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرملین پر سوریې د صهیونیسټانو برید غندلی دی

10 میزان 1403 ساعت 19:43

د کرملین ماڼۍ ویاند نن (سه شنبه د میزان ۱۰مه) په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د پراخیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، روسیه له سوریې سره په تماس کې ده.


آوا: د روسیې د فدراسیون د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند«دیمیتری پیسکوف» نن (سه شنبه د میزان ۱۰مه) د دمشق په څنډو کې د صهیونیسټی تروریستی رژیم بریدونه وغندل.
 
پیسکوف په کرملین کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: روسیه په دمشق باندې د اسرائیلو بریدونه غندی.
 
د «سپوتنیک» خبري آژانس د راپور له مخې، نوموړي دا هم ویلي: «روسیه د سوریې له ملګرو سره په دوامداره تماس کې ده.
 
د کرملین ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «ولادیمیر پوتین په منظم ډول له پوځ څخه د ځانګړو پوځي عملیاتو د پرمختګ په اړه مستقیم راپورونه ترلاسه کوي.
 
د دغه رپوټ له مخې پیسکوف وویل: ټوله روسیه د ځانګړو پوځي عملیاتو په لړ کښې د روسي ځواکونو پرمختګ تعقیبوي.
 
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د عمومي منشي د بدلون په غبرګون کې، هغه دا هم وویل: "د مارک روت د ولسمشرۍ پرمهال، ناټو به په هماغه ډول خپل کار ته دوام ورکړي."
 
سپوتنیک د روسیې د یوه چارواکي له قوله ویلي: "د ناټو نوی عمومي منشي روتی په مسکو کې ښه پیژندل شوی او د ښو اړیکو هیله یې درلوده، خو هالنډ د روسیې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی."


د مطلب کود: 297774

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297774/کرملین-پر-سوریې-د-صهیونیسټانو-برید-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.net