کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په تخصصي روغتونونو کې نږدې ۴۰ تنه متخصص روزونکي ګمارل شوي دي

10 میزان 1403 ساعت 18:31

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې لسګونه متخصص روزونکي یې له ازموینې وروسته د هېواد په متخصصو روغتونونو کې د کار لپاره ګمارلي دي.


آوا: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې په دې پړاو کې ۳۹ تنه نوماندان په لوړو نمرو سره په ازموینه کې بریالي او د متخصص روزونکو په توګه معرفي شول.
 
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې د عامې روغتیا وزارت د تخصص عمومي ریاست توانېدلی چې ۸۸ کسان د هېواد په تخصصي روغتونونو کې د متخصصو روزونکو په توګه استخدام کړي.
 
د چارواكو په وينا، په دې سره به هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو بهير ښه شي.


د مطلب کود: 297765

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297765/د-هېواد-په-تخصصي-روغتونونو-کې-نږدې-۴۰-تنه-متخصص-روزونکي-ګمارل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net