کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د طبیعي پیښو د قربانیانو لپاره ۱۱۴ سرپناه جوړ شوي

10 میزان 1403 ساعت 15:45

د بدخشان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د بدخشان ولايت په يمګان او راغستان ولسواليو کې د طبيعي پيښو له امله زيانمنو شويو ١١٤ کورنيو ته لنډمهاله سرپناه جوړه کړه.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی محمد یونس جهادمل وایی چې د دغه ولایت په یمګان او راغستان ولسوالیو کې د طبیعی پیښو د قربانیانو لپاره د ۲۱۲ زره ډالرو په ارزښت ۱۱۴ سرپناه جوړ شوی دی. 

ده ومنله چې د دغو موقتي سرپناهونو د جوړولو چارې د ویدان دفتر په همکارۍ ترسره شوي او کولای شي د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د ژوند د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.

هغه دا هم وايي چې د فيض اباد ښار په مربوطاتو کې د راغستان کارتې په نوم ٦٢ پټنځايونه جوړ شوي دي.

له بلې خوا د بدخشان د والي مرستیال قاري امین الله طیب وايي: د تیر کال او سږ کال طبیعي پیښو د دې ولایت د شلو ولسوالیو اوسیدونکي اغیزمن کړي او د اسلامي امارت حکومت ټولو ته پاملرنه کوي. 

په همدې حال کې د دغو سرپناهونو د جوړولو مسوول سيد مسلم شاه پاچا وايي: د دغې پروژې مالي تمويل کوونکى AHF د ٢١٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت د څلورو مياشتو په موده کې جوړ شوى دى. د 400 مترو په ساحه کې جوړ شوی.

همدارنګه د دغو سرپناهونو یو شمېر ګټه اخیستونکي وايي: د دغو سرپناهونو له ترلاسه کولو وړاندې موږ له ګڼو ستونزو او روحي او جسمي فشارونو سره مخ وو، خو د خدای شکر ادا کوو چې پر سرونو چت لرو. 

د يادونې وړ ده، چې په يمګان ولسوالۍ کې د طبيعي پېښو زيانمنو ته ٥٢ سرپناه او په راغستان ولسوالۍ کې د طبيعي پېښو زيانمنو شويو ته ٦٢ سرپناه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.


د مطلب کود: 297751

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297751/په-بدخشان-ولایت-کې-د-طبیعي-پیښو-قربانیانو-لپاره-۱۱۴-سرپناه-جوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.net