کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د سوداګرۍ خونه د چین او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو همکاریو ټینګار کوي

10 میزان 1403 ساعت 14:47

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست او د دې خونې مرستیال د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې په مراسمو کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د دې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند ګډون کړی و. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ او په کابل کې یې د چین هېواد سفیر ته بلنه ورکړه چې د امام ابو حنیفه رحمه الله په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.

بايد يادونه وشي چې چين له اسلامي امارت سره په اقتصادي، سياسي او کلتوري برخو کې نږدې او هراړخيزې اړيکې لري.


د مطلب کود: 297739

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297739/د-هېواد-سوداګرۍ-خونه-چین-او-افغانستان-ترمنځ-پر-سوداګریزو-همکاریو-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.net