کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له ایران څخه میثم آشتیانی معرفي شو

10 میزان 1403 ساعت 10:30

د هېواد د فوټبال فدراسیون چارواکو ویلي، "د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له ایران څخه میثم آشتیانی معرفي شو" چې یو له تجربه لرونکو ایراني روزونکو څخه دی.


آوا: د هېواد د فوټبال فدراسیون مسوولینو په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له ایران څخه میثم آشتیانی معرفي شو چې د ساحلي فوټبال په برخه کې ښه تجربه او د اعتبار وړ سند لري او له زیاتو څېړنو وروسته به دغه ایراني روزونکی وګماري.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د میثم آشتياني د معرفي کولو مراسم د دوشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شول.
د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د میثم آشتياني قرارداد د درېیو میاشتو لپاره دی او د هغه د کارکردګۍ له مخې به دغه قرارداد په راتلونکي کې د هېواد د فوټبال فدراسیون له خوا وغځول شي.
ټاکل شوې ده چې د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د سږ کال اسیایي کوالیفایرز سیالیو کې له ګډون مخکې په کابل او له افغانستان څخه بهر د استعدادونو د لټون تمریناتي کمپ په لاره واچوي.
ښاغلی آشتیاني په تېرو کلونو کې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوله.


د مطلب کود: 297711

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297711/د-افغانستان-ساحلي-فوټبال-ملي-لوبډلې-مشر-روزونکي-په-توګه-له-ایران-څخه-میثم-آشتیانی-معرفي-شو

آوا
  https://www.avapress.net