کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې ۱۰۰ اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره شوه

9 میزان 1403 ساعت 19:07

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ۱۰۰ اړو او کوچنیو کاروبارونو کې لېوالتیا لرونکو مېرمنو ته د چرګانو د چرګانو د ماشینونو د وېش اعلان وکړ او ویې ویل، چې دې ریاست له دې وړاندې هم دغو مېرمنو ته د چرګانو د ساتلو وسایل وېشلي وو.


آوا: د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې یې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
 
د کابل د کرنې او مالدارۍ ریاست د چاپېریال ساتنې او د ښځو د پراختیا له انسټیټیوټ سره په همکارۍ د بګرامیو ولسوالۍ لسګونه مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې تر دې پروګرام لاندې ۱۰۰ ښځې د چرګانو فارمونه لري.
 
د کابل د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د دې دورې په ترڅ کې پر ۱۰۰ اړو او کوچنیو کاروبارونو کې لېوالتیا لرونکو مېرمنو ته، چې تر دې وړاندې یې په وړیا توګه د چرګانو د روزنې ماشینونه ترلاسه کړي وو، وویشل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې يو زيات شمېر افغان مېرمنې د لاسي صنايعو او نورو توکو په ګډون په وړو او لويو کاروبارونو بوختې دي.


د مطلب کود: 297697

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297697/په-کابل-کې-۱۰۰-اړمنو-ښځو-ته-د-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.net