کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې لومړی وزیر تهران ته ورسید

9 میزان 1403 ساعت 16:38

رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې لومړی وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته رسیدلی دی.


آوا: د روسیې لومړی وزیر میشوستین نن په یوه رسمي سفر تهران ته ورسید.
 
د ایسنا د راپور له مخې، نوموړی به د ایران له ولسمشر او د هغه له لومړي مرستیال سره خبرې وکړي.
 
تهران ته د دغه جګپوړي روسي چارواکي د سفر د اصلي ټکو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.


د مطلب کود: 297688

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297688/د-روسیې-لومړی-وزیر-تهران-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.net