کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بیروت کې د اسراییل رژیم لخوا یو بل هوایی برید

8 میزان 1403 ساعت 17:46

څو شېبې وړاندې د اسرائیل جنګي الوتکو د بیروت ښار څنډه په خپلو توغندیزو بریدونو سره په نښه کړه.


آوا: لبنانی سرچینو او خبری رسنیو خبر ورکړی، چی د لبنان د پلازمینی بیروت په جنوب کی د دحیه په ولسوالی کی د چاودنی څو دقیقی وړاندی، اسرائیلی رژیم د یو ځل بیا د وژلو پلان درلود.
 
د المیادین خبری چینل د دغه خبر په خپرولو سره د بیروت په جنوب کښې په دحیه کښې د صهیونیسټی رژیم نوی تیری اعلان کړ. صهیونیسټي پوځ هم اعلان وکړ چې د بیروت په جنوب کښې یې د دحیه په ښارګوټي باندې دقیقه حمله کړې ده.
 
له دغه خبر څو دقیقې وروسته د اسرائیلو پوځی راډیو د یوې پوځی سرچینې په حواله ادعا وکړه چې دغه رژیم په داحیه کې د حزب الله د یوه قوماندان په وژلو لاس پورې کړی او د دغه قوماندان د برخلیک په اړه څېړنې کوی.
 
د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه برید په شاهیه ښار کې د الشیعه او الغبیري سیمو ترمنځ سیمه په نښه کړې.
 
د سوریې د حکومت رسمي رسنیو نن د یکشنبې په ماسپښین د سوریې د پلازمینې دمشق په څنډو کې د دغه هیواد د پوځ د دفاعي ځواک د فعالیدو اعلان وکړ.
 
الوطن ورځپاڼې، د سوریې رسمي خبري اژانس (SANA) او یو شمېر نورو رسنیو ویلي، چې د دمشق په څنډو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. الوطن لیکلي، چې د سوریې دفاعي ځواکونه په دې سیمه کې فعال شوي او پر هدفونو یې ډزې کړې دي.


د مطلب کود: 297622

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297622/بیروت-کې-د-اسراییل-رژیم-لخوا-یو-بل-هوایی-برید

آوا
  https://www.avapress.net