کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوناما نوې ټاکل شوې مرستیاله جورجیت ګانیون کابل ته راغلې ده

8 میزان 1403 ساعت 16:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) کابل ته د دغه سازمان د نوې مرستیالې په توګه جورجیت ګانیون د راتګ خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې جورجیت ګانیون کابل ته د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه خپل فعالیت پیلوي.

د یوناما د راپور له مخې مېرمن ګانیون د جمعې په ورځ کابل ته راورسېده، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکل شوې وه.

نوموړی چې کاناډایي تبعه دی، له دې مخکې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مشر په توګه کار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې نوموړي له ۲۰۲۱ کال راهیسې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د استازي د مرستیال او د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۸ کلونو راهیسې یې د پخلاینې، بشري حقونو، بشري مرستو او په جګړه کې د پرمختګ په برخو کې کار کړی دی. 


د مطلب کود: 297606

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297606/د-یوناما-نوې-ټاکل-شوې-مرستیاله-جورجیت-ګانیون-کابل-ته-راغلې-ده

آوا
  https://www.avapress.net