کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د بهرنیو چارو ریاست مرستیال:

په لبنان کې د اسراییل جنایتونه د بخښلو نه دي

8 میزان 1403 ساعت 15:58

په هرات ولایت کښې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم په ترهګرې حملې کې د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د شهادت په غبرګون کښې ټینګار وکړ د اسرائیل جنایتونه په لبنان کې د بخښنې وړ نه دي.


آوا - هرات: رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «موږ د فقهې او اجتهاد د اختلاف په اړه فکر نه کوو. موږ ته د مسلمانانو ګټې مهمې دي او هر چېرې چې مسلمان وي هغه زموږ ورور دی. "په لبنان کې د اسراییل جنایتونه د بخښلو نه دي."

هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په لبنان، فلسطین او په تېره بیا په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوی او د ملکیانو د امنیت د تامینولو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړی.

له دې مخکې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم وروستۍ وحشیانه حملې چې په ترڅ کښې یې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو کسان شهیدان او ژوبل شول په کلکو ټکو غندلی وه.

خو تر اوسه دغه وزارت د سید حسن نصرالله د وژنې او شهادت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ټولنیز شبکو یو پښتون کارونکي پخپل پاڼه کې لیکلې: "د لبنان ستر مشر سید حسن نصرالله شهید شو، غزې خپل ځواکمن ملاتړی له لاسه ورکړ، خو انشاالله د سید نصرالله ملګري به خپلې لارې ته دوام ورکوي او د غزې خلک به یوازې نه پریږدي".


د مطلب کود: 297605

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297605/په-لبنان-کې-د-اسراییل-جنایتونه-بخښلو-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.net