کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امیر خان متقي:

له روسیې سره مو اړیکې ښې دي/که پاکستان یو ځل بیا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي، سخت ځواب به ورکړو

8 میزان 1403 ساعت 15:10

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په یوه مرکه کې ویلي، چې د کابل او روسیې اړیکې په ښه کچه دي او د دواړو هېوادونو سوداګري نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته نږدې ده. هغه همداراز ټینګار وکړ، که پاکستان بیا د افغانستان له فضای حریم څخه سرغړونه وکړی؛ سخت غبرګون به ترلاسه کړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د سرپرست حکومت او روسیې تر منځ اړیکې په ښه کچه دي.

ښاغلي متقي په دې خبرو کې دا هم وویل، چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او په دغه هېواد کې ترسره شوي بریدونه هم په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا ترسره شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: موږ له روسیې سره نږدې څلور سوه میلیون ډالره سوداګري لرو. ښاغلی کابلوف څو څو ځله کابل ته راغلی او موږ ورسره ولیدل او مسکو ته هم ولاړو. دا اړیکې له امریکا سره تر اړیکو ښې دي.»

امیرخان متقی همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې هغه مهال داعش شتون درلود چې بهرني ځواکونه شتون درلود. خو اوس دغه ډله په فزيکي توګه د افغانستان په هيڅ برخه کنټرول نه لري. د هغه په ​​وينا، په هېواد کې يو شمېر بريدونه هم د داعش له خوا ترسره شوي چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: "اوس مهال په افغانستان کې داعش نشته او د افغانستان په څلویښت میلیونه وګړو کې یو کس هم د داعش د شتون ګواهي نه ورکوي."

ښاغلي متقي د خبرو په یوه برخه کې ټینګار وکړ چې که پاکستان یو ځل بیا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي؛ سخت غبرګون به ترلاسه کړي. په دې مرکه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له نشه‎ يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د اقدام په اړه هم خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې د پاکستان د حکومت د کړنو خبره ده، که د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي، موږ یې غندو او ځواب یې ورکړو او که په راتلونکي کې هم دا کار وکړي، موږ به یې غندنه کوو او ځواب ورکوو.»

امیرخان متقی همدا راز زیاته کړه چې ناټو ځواکونو په تیرو شلو کلونو کې په هیواد کې جنګي جنایتونه کړي دي چې جبران نه شي کیدای او دغه هیوادونه باید د شل کلنې جګړې قربانیانو ته تاوان ورکړي.


د مطلب کود: 297597

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297597/له-روسیې-سره-مو-اړیکې-ښې-دي-پاکستان-یو-ځل-بیا-د-افغانستان-فضايي-حریم-څخه-سرغړونه-وکړي-سخت-ځواب-ورکړو

آوا
  https://www.avapress.net