کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۴۱ زره ۵۸۶ تنو ته لوړ شو

8 میزان 1403 ساعت 14:56

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۱۵۸۶ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت: په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې ۵۲ تنه شهیدان شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه: په غزه کښې د شهیدانو شمیر ۴۱ زره ۵۸۶ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۹۶ زره ۲۱۰ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه وزارت په وینا په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې صهیونیسټی رژیم د غزې په تړانګه کښې څلور قتل عامونه وکړل چې له امله یې ۵۲ تنه شهیدان او ۱۱۸ نور ژوبل شول.


د مطلب کود: 297593

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297593/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۴۱-زره-۵۸۶-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net