د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بهر کې میشتو هیوادوالو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کول د دوی یو له اساسي حق څخه ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د قونسلګرۍ چارې له سیاسي مسایلو سره تړلې ستونزې نه بلکې د خلکو له حقونو څخه هم سرغړونه ده.
د بهرنیو چارو وزارت:
قونسلي خدمتونه په بهر کې د هیوادوالو حق دی او د رسمیت پیژندلو سره هیڅ تړاو نلري
8 میزان 1403 ساعت 12:45
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بهر کې میشتو هیوادوالو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کول د دوی یو له اساسي حق څخه ګڼلی او ټینګار یې کړی چې د قونسلګرۍ چارې له سیاسي مسایلو سره تړلې ستونزې نه بلکې د خلکو له حقونو څخه هم سرغړونه ده.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدمتونه د دوی یو له اساسي حقونو څخه بللی او دغه حق ته یې د هغوی پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو لارو له لارې په بهر کې د افغانانو لپاره قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي: "لکه څنګه چې د ویانا په کنوانسیون کې ویل شوي، قونسلګري خدمتونه له رسميت سره هیڅ تړاو نه لري. د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د قونسلګرۍ چارې له سیاست سره تړلې نه یوازې ستونزې لري، بلکې د خلکو له حقونو څخه هم سرغړونه ده."
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړه: "موږ له اړوندو هېوادونو سره خپلو هڅو او خبرو ته دوام ورکوو، څو قونسلګري خدمات په داسې ډول پیل شي، چې اړخونو ته د منلو وړ وي او اصولي بنسټ ولري."
د مطلب کود: 297583