کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو د هوا پېژندنې خبرداری

8 میزان 1403 ساعت 12:34

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه د میزان ۸مه) د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.


آوا - کابل: د بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، فراه او هرات به نسبتاً د سختو اورښتونو شاهد وي.

د هوا پېژندنې ادارې د خبرداري له مخې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د سالنګ په ګډون په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د نسبتاً قوي بادونو د ورېدو امکان شته او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د باد سرعت له ۵۰ تر ۷۹ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې وړاندې هم بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو، چې له امله يې د پراخو مالي زيانونو تر څنګ سلګونه کسان مړه او ټپيان شول.

په تازه پېښه کې (جمعه د میزان ۶مه) په ننګرهار ولایت کې د سېلاب له امله درې تنه مړه شوي دي.


د مطلب کود: 297581

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297581/د-هېواد-په-۲۶-ولایتونو-کې-سختو-ورښتونو-هوا-پېژندنې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.net