کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وینزویلا ولسمشر: فلسطینیان او د لبنان خلک د نتانیاهو د نسل وژنې قربانیان دي / زه د لبنان له خلکو سره خپل ملاتړ اعلانوم

8 میزان 1403 ساعت 10:46

د وینزویلا ولسمشر وايي، د فلسطین او لبنان خلک د نتانیاهو د حکومت له خوا د نسل وژنې او تروریستي بریدونو قربانیان دي. زه د لبنان د اسلامي مقاومت د مشر سید حسن نصرالله د شهید کیدو له اعلان وروسته د لبنان له خلکو سره خپل ملاتړ اعلانوم.


آوا: د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ټینګار وکړ: د فلسطین او لبنان خلک د نتانیاهو د قاتل حکومت له خوا د پیل شوې تروریستی نسل وژنې قربانیان دی، چې یوازې د هټلر یادو تازه کوی.

مادورو وویل: د اسلامي مقاومت د مشر سید حسن نصرالله د وژل کیدو له اعلان وروسته د لبنان له خلکو سره خپل ملاتړ اعلانوم.

د وینزویلا ولسمشر څرګنده کړه: د دغه برید امر په نیویارک کښې د ملګرو ملتو له مرکزي دفتر څخه صادر شوی دی، د نړۍ بزدلان غلي دي، خو هیڅوک نه شي کولای چې د خلکو غږ خاموش او آرام کړي.


د مطلب کود: 297567

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297567/د-وینزویلا-ولسمشر-فلسطینیان-او-لبنان-خلک-نتانیاهو-نسل-وژنې-قربانیان-دي-زه-له-خلکو-سره-خپل-ملاتړ-اعلانوم

آوا
  https://www.avapress.net