دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 297563
د روسیې د انرژۍ په سرمشریزه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري حضور
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په روسیه کې د انرژۍ په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری د روسیې د انرژۍ د نړیوال کنفرانس په اووم نندارتون کې ګډون کړی دی. 

د کانونو او پټروليم وزارت د خبر له مخې: دغه غونډه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د ٥٥ هېوادونو د انرژۍ د سکتور د مسوولينو او لوړ پوړو چارواکو او د نړۍ د انرژۍ د سترو هېوادونو د يو شمېر چارواکو په ګډون په مسکو کې جوړه شوه.

ویل کیږي، چې د دې ناستې په څنډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټرانسیفټ، ګزپروم او یورال توربین شرکتونو له استازو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان د نفتو او ګازو په سکتور کې پانګونه وکړي.
https://avapress.net/vdch-qnix23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته