کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د انرژۍ په سرمشریزه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري حضور

8 میزان 1403 ساعت 10:37

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په روسیه کې د انرژۍ په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون خبر ورکوي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری د روسیې د انرژۍ د نړیوال کنفرانس په اووم نندارتون کې ګډون کړی دی. 

د کانونو او پټروليم وزارت د خبر له مخې: دغه غونډه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين، د ٥٥ هېوادونو د انرژۍ د سکتور د مسوولينو او لوړ پوړو چارواکو او د نړۍ د انرژۍ د سترو هېوادونو د يو شمېر چارواکو په ګډون په مسکو کې جوړه شوه.

ویل کیږي، چې د دې ناستې په څنډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټرانسیفټ، ګزپروم او یورال توربین شرکتونو له استازو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان د نفتو او ګازو په سکتور کې پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 297563

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297563/د-روسیې-انرژۍ-په-سرمشریزه-کې-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-سرپرست-ملا-هدایت-الله-بدري-حضور

آوا
  https://www.avapress.net