دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 297562
مولوي محمد یعقوب مجاهد: امنیتي ځواکونه به د هېواد له خپلواکۍ او امنیت څخه په کلکه دفاع وکړي
د هېواد د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ملي اردو د ځانګړو قطعو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې امنیتي ځواکونه به د هېواد له امنیت او خپلواکۍ څخه په کلکه دفاع وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي پوځ د ځانګړو قطعاتو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د دغه وزارت ځواکونه به د هېواد له امنیت او خپلواکۍ څخه په کلکه دفاع وکړي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ د ملي دفاع وزارت ۹۴۷ کومانډوان تر روزنې او سختې روزنې وروسته د ملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.

په دې مراسمو کې مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د خاصو قطعاتو ځواکونه د خلکو او اسلامي نظام د دښمنانو پر وړاندې یوه قوي او نه ماتېدونکی کلی وباله. ده ټينګار وکړ چې دغه ځواکونه به له عصري وسايلو او مسلکي زده کړو څخه په استفادې سره د هر هغه ګواښ په وړاندې چې د هېواد امنيت او خپلواکي په خطر کې اچوي په کلکه دفاع وکړي.

ويل شوي دي چې کومانډو ځواکونو په پرمختللو پوځي يونيفورمونو او تجهيزاتو سمبال او د مسلکي کومانډويي مانورونو په ښودلو سره خپله وړتيا او پياوړتيا وښودله او د هېواد له ارزښتونو څخه يې د دفاع ژمنه وکړه.
https://avapress.net/vdcg3u9xxak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته