کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جريبه ځمکه جوړېږي

7 میزان 1403 ساعت 17:36

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هرات له والي او پانګوالو سره په کتنه کې څرګنده کړه چې د صنعتي پارکونو د جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.


آوا - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یو شمېر پانګوالو او د هرات له والي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي خصوصي سکتور ته د هرات د والي له دوامداره هڅونې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
 
هغه زياته کړه، په هرات کې د پانګوالو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کېدل د دې لامل شوي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه پانګوال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همداراز زیاته کړه: د صنعتي پارکونو د جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي د پنځوس زره جریبه ځمکې په مساحت سره جوړ شي.
 
له بلې خوا نوراحمد اسلامجر هرات ته د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د سفر د هرکلي په ترڅ کې صنعتکاران اقتصادي مجاهدین وبلل.
 
هغه ټینګار وکړ، چې سیمه ییزه اداره له پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کوي او دوی ته به د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې پوره هڅه وکړي.
 
هرات ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو ولایتونو څخه دی چې ګڼ شمېر کاني زېرمې لري چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم اغېز لري.


د مطلب کود: 297534

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297534/د-هرات-صنعتي-ښارګوټي-په-پنځوس-زره-جريبه-ځمکه-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.net