کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حماس: د سید حسن نصرالله شهادت به یوازې په لبنان او فلسطین کې د مقاومت هوډ زیات کړي

7 میزان 1403 ساعت 17:23

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د لبنان د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د شهادت د په مناسبت د فلسطین ملت، اسلامی امت او همداراز د نړۍ ازادو خلکو ته مبارکی وایو. چې د طوفان الاقصی او قدس په لاره کې له خپلو وروڼو سره یو ځای شهید شو.


آوا: د حماس غورځنګ هم اعلان وکړ: د نصرالله د وژلو جنایت به یوازې په لبنان او فلسطین کښې د مقاومت په لور هوډ او استقامت زیات کړی.
د ایسنا د خبر له مخې د حماس غورځنګ په خپله بیانیه کښې زیاته کړه: تاریخ ثابته کړې ده چې د صهیونیسټ دښمن په وړاندې مقاومت له خپلو ټولو تنظیمونو او شتون سره سره چې کله یې یو مشر او قومندان له لاسه ورکړ نو نوی نسل یې زړور، پیاوړی او هوډمن شو. مشران به له صهیونیسټ دښمن سره د مقابلې د دوام لپاره په هماغه ډول د صهیونیسټ دښمن د ماتولو او له ځمکې او سیمې څخه د هغوی د ایستلو لپاره ځای پر ځای کړي.
حماس تاکید وکړ: مونږ د صهیونیسټی دښمن دغه وحشیانه تیری او د بیروت په جنوبی سیمو کښې بریدونه په کلکه غندو او دا یو ظالمانه ترهګریز عمل، قتل او جنایت ګڼو.
 
د لبنان حزب الله نن (شنبه) په یوه بیانیه کښې تائید کړه چې د دغه غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصرالله د بیروت په جنوبی سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایت کښې شهید شوی دی.
 
اسرائیلي پوځ د جمعې په ماښام د بیروت په جنوبي څنډه کې د استوګنې یوه سیمه په نښه کړه. دغه برید د لسګونو لبنانیانو په شهادت او ټپیانو سربیره پراخې تباهي هم وکړه.
په بیروت باندې د نیواکګرو لخوا د تیرې شپې حملې هم دوام لری او د دغه ښار په جنوبی سیمو کښې څو نورې سیمې په نښه شوې دی.
 
سید حسن نصرالله د ۱۹۶۰ کال د اګست په ۳۱ مه د بیروت په ختیځ کې د کورنتینا په یوه غریبه سیمه کې زیږیدلی دی. هغه په ​​۱۹۸۲ کال کې د لبنان د حزب الله دریم سکرتر جنرال او یو له بنسټ ایښودونکو څخه و.
حزب الله په خپل وخت کښې په سیمه ایز ځواک بدل شو او په دې وتوانید چې صهیونیسټ رژیم دې ته مجبوره کړی چې له لبنان څخه ووځی او په ۲۰۰۰ میلادی کال کښې د ګڼو عملیاتو په ترسره کولو سره لبنانی بندیان ازاد کړی.
د لبنان د حزب الله سرمنشي د ۲۰۰۴، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو په ګډون د خپل دفتر په موده کې څو ځلې د ترهګرۍ ګواښ کړی و.


د مطلب کود: 297530

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297530/حماس-د-سید-حسن-نصرالله-شهادت-یوازې-په-لبنان-او-فلسطین-کې-مقاومت-هوډ-زیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.net