کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د وروستیو دریځونو هرکلی کوي

7 میزان 1403 ساعت 16:07

د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د څلور اړخیزې ناستې په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغو هېوادونو د دریځونو هرکلی وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (شنبه، د میزان ۷مه) په یوه ویډیو کې ویلي چې اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران مثبت دریځونه مني او دا چې له اسلامي امارت سره خبرې اترې سیاسي حل دی، موږ یې تایید او هرکلی کوو.

هغه زیاته کړه چې "حقیقت دا دی چې د هیوادونو ترمنځ سیاسي خبرې اترې د مثبتو سیاسي تعاملاتو لپاره لاره هواره کوي".

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وویل، موږ د خبرو له لارې په رغنده سیاسي تعاملاتو باور لرو، لکه څنګه چې د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې لرو، د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو.

تر دې مخکې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د دفاع وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۱مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لورو د افغانستان په اړه خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار یې کړی چې "له اوسنیو افغان چارواکو سره د باعزته متقابلو ډیالوګ او مشارکت اړیکو له رامنځته کولو پرته بل بدیل نشته."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې غونډې په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د ورانکارو ځواکونو پر وړاندې د متحدې جبهې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 297517

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297517/اسلامي-امارت-د-افغانستان-په-اړه-ایران-روسیې-چین-او-پاکستان-وروستیو-دریځونو-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.net