د یمن پوځ او د عراق مقاومت په تل ابیب او نیواک شوی ګولان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړ. د صهیونیسټ رژیم رسنیو له یمن څخه د توغندیو د توغولو په مقابل کښې د دغه رژیم د دفاعی هلوځلو خبر ورکړی دی.
په تل ابیب او نیواک شوي ګولان کې د یمني پوځ او عراقي مقاومت توغندیز او بې پیلوټه الوتکې / صهیونیسټانو پناه ځایونو ته تېښته
7 میزان 1403 ساعت 10:37
د یمن پوځ او د عراق مقاومت په تل ابیب او نیواک شوی ګولان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړ. د صهیونیسټ رژیم رسنیو له یمن څخه د توغندیو د توغولو په مقابل کښې د دغه رژیم د دفاعی هلوځلو خبر ورکړی دی.
آوا: صهیونیسټی پوځیانو هم له یمن څخه د تل ابیب په لور د بالسټیک توغندی د ویشتلو او د هغه د مقابلې لپاره د دفاعی سیسټم د هڅو خبر ورکړ.
د دغه رژیم ځینو سرچینو هم ټینګار کړی، چې د اوسپنې ډوم سیسټم د یو شمېر توغندیو د شنډولو لپاره حبرون ته نږدې فعال شوی دی.
همداشان د صهیونیسټي رژیم د ۱۴ ټلویزیوني چینل د اعلان له مخې د بن ګوریون د هوايي ډګر فعالیت هم ځنډول شوی او د الارم سائرنونه په ټول فلسطین کښې اوریدل کیږي.
د عراق په نیواک شوي ګولان باندې د عراق د مقاومت ډرون برید
دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ اعلان کړی دی چې په اشغال شوی ګولان کښې یې دصهیونیسټ رژیم په هدفونو دځانمرګی ډرون حملې کړی دی .
د عراق د مقاومت له خوا د بې پيلوټه الوتکو دغه بريد يو ساعت وروسته له هغه وشو چې د يمن وسله والو ځواکونو پر تل ابيب د توغنديو بريد وکړ.
د صهیونیسټي پوځ راډیو اعلان وکړ چې دغو حملو څه دپاسه دوه میلیونه صهیونیسټان پناه ځایونو ته تښتیدلي دي.
د مطلب کود: 297477