کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر زمرد محصولاتو لپاره د ګډ بازار د رامنځته کولو لپاره د ایران چمتووالی اعلان شو

4 میزان 1403 ساعت 13:34

د پنجشېر د والي دفتر وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت د قیمتي ډبرو یو شمېر پانګوالو او د کانونو متخصصینو د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې د پنجشېر د زمرد د محصولاتو د لیلام لپاره د لوی ګډ بازار د جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د سکتور یو شمیر د قیمتي ډبرو پانګوالو او کارپوهانو پنجشیر ته سفر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی د پنجشېر له والي سره په کتنه کې ویلي، دوی چمتو دي چې د پنجشیر زمرد محصولاتو د لیلام لپاره یو لوی ګډ بازار رامنځته کړي، څو ټول ملي او بین المللي سوداګر راجلب کړي او د پنجشېر زمرد برانډ نړیوال کړي. 

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د ایراني پانګوالو شرکتونو استازو د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.


د مطلب کود: 297364

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297364/د-پنجشیر-زمرد-محصولاتو-لپاره-ګډ-بازار-رامنځته-کولو-ایران-چمتووالی-اعلان-شو

آوا
  https://www.avapress.net