کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د روسیې سفیر:

د افغانستان پر شتمنیو د امریکا بندیزونه ظالمانه دي

4 میزان 1403 ساعت 11:25

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل کې د روسیې سفیر د دې ادارې له مشر سره په کتنه کې ویلي چې د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان پر شتمنیو او نړیوالو بشري مرستو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

په کابل کې د روسیې سفیر وايي، د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د افغانستان پر شتمنیو او پر نړیوالو بشري مرستو لګول شوي بندیزونه ظالمانه دي.

د روسيې سفير د اقليمي بدلون په اړه په وروستي نړيوال کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د نه ګډون له امله د افغانستان اندېښنې ومنلې او زياته يې کړه، چې روسيه له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده.

په دې غونډه کې مولوي خالص په ۱۶ نړیوالو کنوانسیونونو کې د غړیتوب یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د دغو کنوانسیونونو تطبیق او رعایت ته ژمن دی او د غړیتوب فیس ورکوي، خو له بده مرغه چې همکاري نه کېږي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ټولو برخو په تېره بیا د چاپیریال او اقلیم د بدلون په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ایکس پاڼه کې د یو جلا خبر په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو رئیس د دغې ادارې له مشر سره په کتنه کې د دغه ادارې له افغانستان سره د اقلیم د بدلون اړوند مسلو په برخه کې مرسته او همکاري د دوام ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل چې دا د افغان استازو لپاره زمینه برابروي چې د چاپیریال په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه دفتر مشر وايي، هڅه کوي نړۍ قانع کړي چې په افغانستان کې ځنډېدلې پروژې بېرته پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له خوا په اذربايجان کې د اقليمي بدلون کنفرانس جوړ شي او تر اوسه په دې غونډه کې د افغانستان استازي نه دي بلل شوي.


د مطلب کود: 297350

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297350/د-افغانستان-پر-شتمنیو-امریکا-بندیزونه-ظالمانه-دي

آوا
  https://www.avapress.net