کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټولګټو عامې وزارت سرپرست د کابل-غزني لویې لارې د دویمې کرښې له جوړېدو څخه لیدنه وکړه

2 میزان 1403 ساعت 10:57

دا چې مسافرو د کابل-غزني لویې لارې د دویم سړک د جوړولو له سستوالي شکایت کړي، د ټولګټو وزارت سرپرست له دغې لویې لارې څخه لیدنه وکړه او د هغې د کیفیت، سرعت او پر وخت بشپړیدو ته یې لارښوونه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کابل-غزنی لویه لار د دویم لین د لومړۍ برخې له جوړېدو څخه لیدنه وکړه. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د کیفیت، سرعت او پر وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د فواید عامې وزارت وايي، د دغه ۴۹ کیلومتره سړک د جوړولو لګښت د مالیې له عوایدو ورکول کېږي، چې موخه یې د ترافیکي ستونزو کمول او خلکو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول دي.

په ورته وخت کې د کابل-غزني د لویې لارې یو شمېر مسافر د دغه سړک د جوړولو د بهیر له سستوالي شکایت کوي او وايي چې د سړکونو د خرابوالي له امله دوی اوس د پنځو ساعتونو سفر په ۱۲ ساعتونو کې کوي. 


د مطلب کود: 297225

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297225/د-ټولګټو-عامې-وزارت-سرپرست-کابل-غزني-لویې-لارې-دویمې-کرښې-له-جوړېدو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net