کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میانمار کې د یاګي طوفان له امله د مړو شمیر ۶۰۳ تنو ته ورسید

29 سنبله 1403 ساعت 9:30

په میانمار کې د یاګي توپان په پایله کې چې د سختو سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل شوی، ۲۹۱ تنه وژل شوي او ۷۷ نور لا هم ورک دي. د دغه توپان له پیل راهیسې د تلفاتو ټولټال شمېر ۶۰۳ تنه ښودل شوی دی.


آوا: د اسیا په وچه کې د روان کال تر ټولو لوی توفان د ویتنام، چین، لاوس، تایلنډ او میانمار په پنځو هیوادونو کې ځپلی دی. خبری سرچینو د توپان ټول تلفات ۶۰۳ تنه اعلان کړل.
 
که څه هم د یاګي توپان له پیل څخه څه دپاسه دوه اونۍ تیرې شوې، خو دغه توپان نه دی ورک شوی او په میانمار کې یې د ډیرو خلکو ژوند ګډوډ کړی دی. په دغه هېواد کې تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
 
د بي بي سي په وینا، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په میانمار کې شاوخوا نیم ملیون خلک خوراکي توکو، څښاک اوبو، جامو او سرپناه ته اړتیا لري. د هیواد له 240,000 هکتاره څخه ډیر زراعتي څړځایونه ویجاړ شوي او یو شمیر کلي تقریبا په بشپړه توګه ډوب شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې توپان یاګي په ختیځ آسیا کې د 6 ملیون څخه د زیاتو ماشومانو ژوند اغیزمن کړی، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو، سرپناه، طبي پاملرنې او زده کړې ته یې لاس رسی ګډوډ کړی.


د مطلب کود: 297065

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297065/په-میانمار-کې-د-یاګي-طوفان-له-امله-مړو-شمیر-۶۰۳-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.net