د عراق مقاومت پرون ماښام اعلان وکړ چې د اردن په دره کښې یې د صهیونیسټ رژیم په هدفونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله حمله وکړه.
د عراق د مقاومت ځواکونو د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو هوایی حملې وکړې
27 سنبله 1403 ساعت 12:20
د عراق مقاومت پرون ماښام اعلان وکړ چې د اردن په دره کښې یې د صهیونیسټ رژیم په هدفونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله حمله وکړه.
آوا: د عراق د اسلامی مقاومت ډلې پرون ماښام (دوشنبه، سنبلې ۲۶مه) اعلان وکړ چې په اشغال شوی فلسطین کښې د صهیونیسټی رژیم په هدفونو باندې هوایی برید شوی دی.
د عراق مقاومت په یوې بیانیې کښې وویل د اردن د وادی په نیواک کښې د صهیونیسټی پوځیانو په هدفونو یې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله حمله وکړه.
په دغه بیانیه کښې د صهیونیسټی رژیم پرضد د عملیاتو په دوام باندې د ټینګار په ترڅ کښې ویل شوی دی چې دغه حمله د صهیونیسټانو له خوا د هغوی د نسل وژنې په وړاندې د غزې د تړانګې د خلکو په ملاتړ ترسره شوې ده.
د عراق داسلامی مقاومت ډلې له دې مخکې په تیرو یولسو میاشتو کښې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ځواب کښې په مختلفو بې پیلوټه الوتکو سره په اشغال شوی فلسطین کښې د صهیونیسټانو په مهمو هدفونو حملې کړی دی.
د مطلب کود: 296987