د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د خپل سفر او د هرات – خواف ریل پټلۍ له پروژې څخه د لیدنې پر مهال د دغې پروژې ۶۵ سلنه پرمختګ اعلان کړ.
د خواف – هرات د ریل پټلۍ د څلورمې برخې د جوړولو کار ۶۵ سلنه بشپړ شوی دی
25 سنبله 1403 ساعت 10:01
د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د خپل سفر او د هرات – خواف ریل پټلۍ له پروژې څخه د لیدنې پر مهال د دغې پروژې ۶۵ سلنه پرمختګ اعلان کړ.
آوا - هرات: د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات-خواف د ریل پټلې د څلورمې برخې د لومړۍ برخې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار وویل: ښاغلي شرافت مسوولینو او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې دغه پروژه په جدي توګه وڅاري.
د حقانې په خبره، د دې پروژې کار ۶۵ سلنه بشپړ شوی دی.
د خواف – هرات د اورګاډي پروژه په هېواد کې د اورګاډي تر ټولو لویه شبکه وه چې د ایران په مرسته جوړه شوې وه.
د مطلب کود: 296863