کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د موټرانو د غلا ۱۸ کسیزه ډله ونیول شوه

13 اسد 1403 ساعت 11:32

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د پولیسو د پنځمې حوزې اړوند پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د موټرانو د غلا یوه ۱۸ کسیزه ډله نیولې ده.


آوا: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه موضوع په ایکس پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.

د هغه په ​​وينا، دغې ډلې په منظم ډول د موټرانو په غلاوو کې لاس درلود، چې له دې ډلې يې ١١ تنه په کابل او پاتې نور يې په بغلان ولايت کې نيول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دغو غلو څخه یې ۱۸ موټر هم نیولي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ځوانانو په منځ کې د بېکارۍ له پراخېدو سره په پلازمېنه کې وسله والې غلاوې او موټر غلاوې يو څه زياتې شوې دي.


د مطلب کود: 294649

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/294649/په-کابل-کې-د-موټرانو-غلا-۱۸-کسیزه-ډله-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.net