د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره ۳.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
ایټالیا له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالره مرسته وکړه
26 جوزا 1403 ساعت 11:35
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره ۳.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) ویلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې، له بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستو په برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې ولګول شي.
د يادونې وړ ده، چې دا د ايټاليا هېواد لومړۍ مالي مرسته ده، چې د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره کېږي.
تر دې مخکې یو شمېر اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق له لارې له افغانستان سره مرستې کړې دي.
د مطلب کود: 292026