افغان غږ خبری آژانس: د یمن المسیره خبری آژانس خبر ورکړی، چې د الحدیده راډیو پر ودانۍ او بندر السلف باندې د امریکا او برتانیې د ائتلاف د هوایی بریدونو په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د یمن د روغتیا وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په الحدیده ولایت کښې د امریکې او برطانیې د ائتلاف د الوتکو او په ملکیانو باندې د مستقيمو بمباریو غندنه وکړه.
د یمن د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د یمن په خلاف د امریکې-انګلستان-صهیونیسټی ائتلاف په هوایی حملو کښې د ملکیانو قصدی او غیر قانونی وژل یو جنګی جنایت دی.
دغه وزارت ویلي، چې د یمن په حدیده کې د ایتلاف یرغل د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ښيي.