افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي چې پکې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د مالیزیا له یوه پلاوي سره چې د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون پکې ګډون درلود، وکتل.
سراج الدين حقاني په دې کتنه کې وويل چې اوسمهال افغانستان يو ازاد هېواد دى، ملي امنيت او د افغانانو ترمنځ يووالى ټينګ شوى دى.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او مالیزیا سره چې د اسلامي نړۍ یو پرمختللی هېواد دی، ښې او نږدې اړیکې غواړي.
په دې کتنه کې د مالیزیا پلاوي د سایبر امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې د مالیزیا د ظرفیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو په ورکولو سره وویل چې هېواد به یې په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې تجربې شریکې کړي.
په دې کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې، د پوليسو د روزنې او همکارۍ او په نورو برخو کې د تجربو پر تبادلې هم خبرې وشوې.